سي اېن اېن خبري شبکې راپور ورکړی، چې امریکا کې د «پاچاهۍ ته نه وایو» په نوم لاریونونو کې شاوخوا ٧ میلیونه خلکو ګډون کړی او د ټرمپ د تګلارو پر ضد يې شعارونه ورکړي دي.
لاریون کوونکو د ټرمپ حکومت کې د فساد، ناکامۍ او نورو سیاستونو پر وړاندې اعتراض څرګند کړی او د ژورو اصلاحاتو غوښتنه یې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکایي میلیاردر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندی د امریکا اوسنی حکومت دا مهال د داخلي اختلافاتو له امله فلج دی او د دولتي چارو د پیل لپاره تر دې مهاله هيڅ یوې هڅې پایله نهده ورکړې.