ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۹ الفتح قول اردو ځواکونو د چورلکې پر مټ د فاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ واورو کې بند پاتې هېوادوال خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

د یاد وزارت په وینا، دې پېښه کې یو تن ژوند بایللی او یو بل ناروغ کس د بېړنۍ درملنې په موخه د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته لېږدول شوی دی.

دفاعي ځواکونو دغه راز د دې ولایت هغه سړکونه چې د سختو واورو له کبله تړل شوي وو هم د تګ راتګ پر مخ پرانیستي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version