د خوست امنیه قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د يادې قومندانۍ اړوند د ګربزو ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې آمریت منسوبینو د يوې نجلۍ د عرض پاڼې له مخې هغه کسان نیولي، چې غوښتل يې دغه نجلۍ پرته له خوښې او رضايت څخه یو تن ته په زور نکاح کړي.
سرچينه وايي، د انجلۍ د عرض پاڼې پر اساس نيول شوي کسان د یادې نجلۍ پلار، ورور او تره دي.
ياده دې وي، چې د سرپرست حکومت مشرتابه د ښځو د حقونو اړوند په فرمان کې له خپلې خوښې پرته د ښځې نکاح منع ګرځولې او په همدې اساس په ګڼ شمېر ولايتونو کې د يادې چارې مخنيوی کېږي.