د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندوز ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو د استخباراتي منسوبینو په همکارۍ د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کي د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی.

د یاد وزارت په وینا، یاد کس څو ورځې وړاندې د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ څخه تښتول شوی وو او انسان‌تښتوونکو یې له کورنۍ د خلاصون په بدل کې د ٥٠ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پولیسو په همدې تړاو ٣ تنه نیولي هم دي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وپېژندل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version