ملي دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشفي ځواکونو د کابل ولایت ۲۱مې ناحيې او د سروبي ولسوالۍ اړوند سيمه کې په دوه بېلابېلو عملياتو کې دوه تنه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نيولي دي.
وزارت زیاته کړې، چې په نيول شویو وسلو او مهماتو کې پنځه میله کلاشینکوفونه له دوه عدده شاژورونو سره، شپږ قبضې بېلابېل ډوله تفنګچې له شپږ عدد شاژورونو سره او یوه قبضه امريکايي راکټ شامل دي.
ویل شوي، چي یاد کسان اوس مهال تر لومړنيو پلټنو لاندې دي او ډېر ژر به اړوندو ارګانونو ته ته وسپارل شي.