نړيوال بانک د افغانستان په اړه په خپل تازه خپاره کړي راپور کې په تېر ۲۰۲۴ او دغه راز په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په لور روان بللی دی.

د ياد بانک په راپور کې راځي چې د نړيوالو مرستو کمېدو سربېره د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنه وده کړې او روان ۲۰۲۵ کال هم د ۲.۲ سلنې اقتصادي ودې اټکل شوی دی.

نړيوال بانک د افغانستان د اقتصادي ودې راپور داسې مهال خپروي، چې د پيسو نړيوال صندوق په خپل تازه راپور کې د ګاونډي هېواد پاکستان اقتصادي وضعيت له ځوړ سره مخ ياد کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version