هندوکشغږ ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، تېره شپه د نیمروز ولایت امنیتي ځواکونو د همدې ولایت په «مارګو» دښته کې د وسلهوالو لار وهونکو غلو پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې درې تنه غله د مقاومت پر مهال وژل شوي.
د معلوماتو له مخې، د یادو عملیاتو پر مهال یو تن غل له سیمې تښتېدلی، چې د امنیتي ځواکونو لهخوا یې د نیونې هڅې روانې دي.
هندوکشغږ ته رسېدلي معلومات ښيي چې، یاد عملیات د امنیتي ځواکونو لهخوا په «مارګو» دښته کې د وسلهوالو غلو د ځپلو په موخه ترسره شوي چې پر مهال یې امنیتي ځواکونو له یادو غلو یو عراده موټر او یو میل وسله هم تر لاسه کړې ده.