ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو د اوپراتیفي راپورونو پر بنسټ د کابل ولایت ۱۰مې حوزې اړوند، قلعه فتح الله اووم سړک سیمه کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو وسلو او مهماتو کې شپږ میله بېلابېل ډوله کلاشینکوفونه، ۱۸ عدده شاجورونه ۵۴۳ فیره مرمۍ، درې قبضې توپنګچې او دوه تختې زرهي قابونه شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version