د ۲۰۰۱ میلادي کال، د ډسمبر ۲۲مه، چې د جدي له اولي نېټې سره سمون لري؛ د بُن د ننګین تړون له مخې، د شمالي ائتلاف له بې واکه مشر او ۱۹۹۰مې لسیزې خیالي ولسمشر برهان الدین رباني څخه واک حامد کرزي ته انتقال شو او د سرپرست حکومت مشر یې وټاکه، تر څو انتخاباتو ته زمینه مساعده کړي او دولتي بنسټونه په ډیموکراتیکه بڼه بیرته ورغوي.
د سپټمبر ۱۱مې له پېښي وروسته امریکا او نړیوالو زبرځواکونو په افغانستان کې د پخلاینې پر ځای، د نظامي اشغال افشن انتخاب کړ. د دغه اشغال لپاره بهرنیو یرغلګرو اړتیا لرل چې په څنګ کې یې پلورل شوي افغانان واوسي او داسې یوه اداره رامنځته کړي، چې د امریکا ګټو ته پر ژمنتیا ولاړه وي.
شمالي ټلواله، چې د هېواد پر پنځه – شپږ فیصده خاوره یې حاکمیت درلود، په تبعید کې یې برهان الدین رباني سمبولیک ولسمشر باله، بهرنیو یرغلګرو هم له موقع استفاده وکړه؛ لومړی یې له ټول ځواک سره په کابل کې د طالبانو لومړنی رژیم له منځه یووړ، وروسته یې د ولایاتو په نیولو پیل وکړ، په دغه بهیر کې شمالي ټلوالې هم د فاشیستي رژیم د رامنځته کولو چارې چټکي کړې او د جمهوریت په عنوان یې یو اداره رامنځته کړه.
د بُن ننګین تړون چې واک ته د شمالي ټلوالې د رسولو په موخه شوی و، بالاخره یې دوی واک ته ورسول، خو د دې لپاره چې په اداره کې د ټول شمولیت دروغجن شعارونه بدرګه کړي او بې واکه ولسمشر ته د عامه افکارو د تېر ایستلو په موخه مؤقت حکومت ور وسپاري، حامد کرزی یې په سمبولیکه بڼه واک ته راوست.
حامد کرزي د خپل مؤقت حکومت پر مهال د انتخاباتو جریان رهبري کړ او بیا په دایمي ډول دوه دورې ولسمشر شو، خو د ولسمشرۍ دغه بڼه سمبولیکه وه، اصل واک له شمالي ټلوالې سره و، هغه ټلواله چې د قدرت جزیرې یې رامنځته کړې وې، په غلا، چور، اختطاف، غصب او ولس وژنه کې مستقیم دخیل وو؛ خو بې واکه ولسمشر یې تنها لیدلو ته ناست و.
د شل کلن جمهوریت ټوله دوره له سختو ناکامیو سره مخ وه؛ مؤقت حکومت او دایمي ولسمشران یې نمایشي مشران وو، نه یې واک درلود او نه یې هم د شل کلنو ناخوالو مخه ونیول، ځکه چې د واک واګې له بهرنیو یرغلګرو او فاشیستي ډلې سره وې.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.