د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې جوزا مياشتې د خپرو کړيو ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۶۳،۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۳۷،۲ ميليون ډالرو ته رسېږي.
د يادې ادارې معلومات ښکاره کوي، چې په ثور مياشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۲،۷ میلیون ډالر و، چې په جوزا میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د ثور میاشتې په پرتله ۳۹،۵ ميليون ډالره کموالی لري.
سرچينه زياتوي چې پر صادراتو سربېره د تېرې جوزا مياشت په وارداتو کې هم د ۳۰۶،۸ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په جوزا میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.