له کورنیو چارو وزارت څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو کابل ښار کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ شکمن کسان د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي.
د دیاد ورارت په وینا؛ پولیسو له نیول شوو کسانو څخه یوه اندازه چرس، شیشه او ۱۴۲۵ نشه یي ګولۍ هم ترلاسه کړي دي.