خبر: د جنبش ګوند پخواني غړي او په شمال کې د ملېشو مخکني قوماندان، نظام الدین قیصاري په دې وروستیو کې له ځینو رسنیو سره په مرکو کې، پر مقاومت، ازادۍ، افغانستان ژغورنې مجمع او نورو ټلوالو او خوځښتونو توندې نیوکې کړې دي، هغوی یې په ولس کې رټل شوي، بې صلاحیته، ډاکوګان، قاتلین او د پردیو نوکران بللي دي.

قیصاري په خپله مرکه کې په مشخصه توګه، د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود بې واکه کس بللی دی، د دې جبهې د رهبرۍ غړی امرالله صالح یې غل، د ازادۍ په نوم جبهې مشر یاسین ضیاء یې د پردیو نوکر او د افغانستان ژغورنې په نوم مجمع د رهبرۍ غړی یې قاتل او قوم پرست بللی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې د دغه ډلو او ټپلو ډېری مشران د پرځېدلي جمهوریت پر مهال چارواکي وو، له عامو خلکو سره یې ظلمونه کړي، سوداګر او بې ګناه خلک یې وژلي او اوس هېڅوک دې ته تیار نه دي چې ملاتړ یې وکړي.

د هغه په خبره: «دوی د حامد کرزي او اشرف غني د واکمنۍ پر مهال ښه کارونه نه دي ترسره کړي، خلک یې ملاتړي نه دي، کله یې چې خلک ملاتړ ونه کړي، دوی به څه وکړي؟ جګړه به څنګه پر مخ بوځي؟» قیصاري دا ډلې – ټپلې ننګولي دي؛ په وینا یې چې په تېرو دریو کلونو کې یې آن کومه پوسته هم نه ده نیولې، نو بیا څنګه د مخالفت په نوم لويي دعوې کوي، وايي: »تاسو وګورئ درې کاله تېر شوي، دوی کومه پوسته نیولې ده؟ دوی کومه سیمه نیولې؟ دوی نه دي توانېدلي چې ویې نیسي، ځکه چې خلک یې ملاتړي نه دي.«

تبصره: نظام الدین قیصاري چې یو وخت په شمال کې د جنبش ګوند مهم کس او د ملېشو قوماندان و، په تېرو دوو لسیزو کې یې ژوند له ډول، ډول سیاسي اړ او دوړ څخه ډک او په ډېرو سیاسي میدانونو کې لوبېدلی دی. له افغانستانه بهر د افغانستان ضد ډلو، ټپلو او جریانونو اړوند د نوموړي دا څرګندونې عادي او په معلوماتي خلا کې نه دي، بلکې دا یو حقیقت دی چې رابرسېره یې کړ، دا د بهر مېشتو جریانونو تر منځ د سختو درزونو او کاواکه حالت حقیقي بڼه ده.

دا جریانونه د بهرنیو استخباراتي او جُرمي شبکو په مرسته هڅه کوي، چې خپل داخلي مخالفتونه پټ کړي او بېرون ته داسې وښيي چې ګواکې دوی متحد دي، ټلوالې دي، یو ځای دي او په یوه خوله دي، خو په دې وروستیو کې د دوی له منځه د مخالفتونو د چټکو څپو رابرسېره کېدل د دوی په منځ کې د ترینګلي وضعیت ښکارندویي کوي، په دې برخه کې شته شکونه په یقین بدل شوي او د دغه کسانو د یو ځای کېدو احتمال صفر ته راښکته شوی دی. که څه هم ډلې او جریانونو داسې ښيي چې ګواکې د ولس خواخوږي دي او ولس ورسره دی، خو د قیصاري په مرکه کې بله مهمه خبره دا هم راښکاره شوه، چې ولس ترې دومره ستړی او د ولس په منځ کې دومره منفور دي، چې هېڅوک یې ملاتړ نه کوي او آن ورسره همغږي لا هم نه دي.

د قیصاري په خبرو کې بل مهم پیغام دا دی، چې دغه کسانو او همدا راز عامو افغانانو ته تېري دوې لسیزې وریادوي، کله چې دوی په واک کې وو، له ولس سره یې څه وکړل؟ څومره بې ګناه خلک یې له منځه یووړل؟ څومره نور یې بې ګناه په زندانونو کې اچولي وو؟ څومره یې بې کوره کړل؟ د څومره خلکو اولادونه یې بې لارې کړل؟ څومره کسان یې په نشو روږي کړل؟ څومره کسان یې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره وکارول؟ پر څومره کسانو یې ظلمونه وکړل؟ دا ټول هغه موارد دي، چې ولس ته د دغو کسانو تیاره او له وحشتونو ډکه مخینه وریادوي.

پایله دا ده، چې دغه کسان که څومره هم چیغې ووهي، څومره هم پر بهرنیو استخباراتي او جُرمي شبکو تکیه وکړي، څومره هم د نا امنۍ او پردیو پروژو د پلي کولو لپاره نغارې ووهي، څومره هم د خلکو د تېر ایستلو هڅه وکړي، هېڅوک یې خبره نه مني او نه یې ملاتړ کوي، د هیڅ کار د ترسره کېدو واک او صلاحیت نه لري او د پخوا په پرتله به له ناوړه ماتې سره مخ کېږي، پاشل کېږي او په ولس کې به لا ډېر منفور او سپکېږي؛ بالاخره به د افغانستان د بربادۍ او د خپلو جېبونو د ډکولو تور او کرغېړن خوبونه ګور ته یوسي.

یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version