‏د کندز امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په یاد ولایت کې د بېلابېلو وسلو ګڼې مرمۍ نیولي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې دا مرمۍ د یوه کشفي راپور پر بنسټ د کندوز ولایت په عسقلان سیمه کې نیول شوي دي.

یاده دې وي چې د دې وسلو په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي، خو تر دې وړاندې د پرځېدلي جمهوریت د پاتې شونو په کورونو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version