کورنیو چارو وزارت وایي، د کندوز امنیه قومندانۍ د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی.

د یاد وزارت په وینا، پولیس ځواکونو په همدې تړاو د انسان‌تښتوونکو پنځه کسیزه ډله هم نیولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې تښتونکو یاد کس د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د سرفراز خیلو له سیمې څخه اختطاف کړی وو. «غلو هڅه کوله چې یاد کس نامعلوم ځای ته ولېږدوي، چې د پولیسو له لوري ونیول شو.»

له نیول شوو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل توپنګچه او دوه عرادې موټر هم ترلاسه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version