د ملگرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ(یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
د ملگرو ملتونو امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي، د یوه بل کال لپاره په افغانستان کې د یوناما، د ملگرو ملتونو نورو ادارو، مالي مرستو او نورو پروگرامونو د غځولو لپاره د یوناما په اهمیت ټینگار شوی.
په ملگرو ملتونو کې د جاپان استازي یامازاکي کازبیوکي چې په روانه میاشت کې د دې شورا مشري هم کوي، د امنیت شورا غونډې ته ویلي، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د ښه تعامل او باور جوړونې لپاره په افغانستان کې د یوناما ماموریت دوام مهم دی.
ده وویل، د یوناما ماموریت غځول د افغانانو لپاره مهم پیغام رسوي، چې نړیواله ټولنه یې په سخت حالت کې یوازې نه پرېږدي.
په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالتونو استازې وویل، د یوناما د یوه بل کال لپاره د ماموریت غځېدلو سره به ملگري ملتونه وکولی شي، چې په افغانستان کې خپلو لومړیتوبو ته ورسېږي. دې وویل، افغانان حق لري چې په خپل هېواد کې سوله او خوندیتوب وویني.
ملگري ملتونه هر کال په افغانستان کې د یوناما د ماموریت په پاتې کېدو او یا هم لغوه کېدو غونډه کوي، چې پرون ډېری غړو په افغانستان کې د یوناما په پاتې کېدو مثبته رایه ورکړه او د یو بل کال لپاره یې د یوناما ماموریت وغځاوه.