ارغوان وطنیار

انارشېزم يو غورځنګ، يوه نظريه ده، دوی په دې عقيده دي چې قدرت او د حاکميت جاه او جلال که په هر شکل وي مردود دی. په همدې لحاظ دوی د حکومتونو د نسکورولو او پر ځای يې غورځنګونه او ټولنې د مرجيعت ادرس ګڼي.انارشېزم اصطلاح د يوناني ژبې د (archos)څخه ريښه اخلي چې د خوښۍ، سر، ريس او د (an) د حذف کولو او ليري کولو په معنی دی.نو په دې توګه د سردارۍ، مشرۍ د سرکوبولو د حکومت ستېزي معادله اصطلاح ده.په لغوپ لحاظ انارشي (بې حکومتي) ته وايي.انارشېزم په اصطلاحي ډول يو سياسي حرکت دی او يوه سياسي نظريه ده چې باور يې د قدرت او مرجعيت هر شکل يو ناخوښی کار ګڼي، دوی دغسې موډل په اخلاقي لحاظ يو مردود عمل ګڼي. نو ځکه د حکومتونو په سرکوب کولو او په عوض يې ډلې او غورځنګونه د مرجعيت اصلي ادرس ګڼي، ځکه چې د انارشېزم فلسفه حکومت د ټولو ټولنيزو بدمرغيو لامل بولي.٢- د انارشيستۍ نظرياتي ريښه:د انارشېزم تفکر ريښې په لرغوني يوناني تمدن کې موندلای شو. د سټيوميزم د ځينو نظرياتو مطالعه هم د انارشېزم د باور د خُم په رنګ کې رنګ شوې.د انارشېزم مفکوره د 1840 څخه تر 1870 ميلادي کلونو ترمنځ را ټوکېدلې.د دې نظرياتو لړۍ بيا هسپانيه، ايټاليا، سويس، فرانسې، اتريش، هالينډ او د لاتينې امريکا ځينو هېوادونو ته غزېدلې ده. د انارشېزم اصطلاح په لومړي ځل د فرانسوي فيلسوف پرودن له لوري وکارېدله.دا نظریه په ټوله نړۍ کې خپره شوه، زموږ وطن کې هم وړه طبقه یا یوه ډله خلک د ځواک نظام او نظم سرکوبولو پسې مټې رانغاړلي، په جګړو، منازعو او ګډوډیو کې د ډېرو لږو انسانانو مادي ګټه وي، نو ځکه اوبه خړوي او خپل ماهیان پکې نیسي، په حکومتي او دولتي دستګاه، نظام، نظم او دسپلین کې عامه رفاه او هوساینه پرته وي، زموږ جمعي شعور باید د انارشۍ د مفکورو خاوندان سرکوب کړي، که دا نظریه سرکوبه نه شي زموږ نظم او نظام به سرکوبه کړي.کومې جنګي جبهې چې د وطن په ګډوډۍ پسې دي، د دوی ټوپک او مرمۍ زموږ ارمانونه وژني، د وطن بنسټونه نابودوي چې موږ پرې یوه سلیزه کړې، دا بنیادونه آن د شاهي دورې څخه راپاتې دي، چې د شر او فساد ډلو نیمه نړولي او بیا یې د جمهوریت د فساد له امله ورقه وانړول شوه، دادی اوس د افغانستان د ابادۍ د جهاد په پېر کې پرهرونه رغیږي. له قوشتيپې واخله، تر دهله بند پورې، له دهله بند واخله شاه او عروس پورې، له شاه او عروس واخله د کجکي د تر توربینونو رغېدو پورې او کمال خان د بند او کانالونو چارې د ١٤٠٢ کال کې نهه نوي فیصده بشپړې شوې او فیصد یې د اب ګیري کار دی چې اوس تازه دې مرحلې ته ننوتلو، همدا ډول د سالنګونو ارماني کار و چې هغه هم په همدې کال کې بشپړ شو، تېره ورځ د درونټې توربینونه وروسته له پنځوسو کلونو ترمیم او د مسلکي انجینرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، د ننګرهار د برېښنا رئیس د فابریکو خاوندانو باندې غږ وکړ چې له دې وروسته به مو تولیدي چارې نه دریږي.نو د افغانستان د دښمنانو په زړونو به تڼاکې نه دریږي؟په افغانستان کې به د هغوی مارکيټ سقوط د هغوی د اقتصاد ملا نه ماتوي؟نو خامخا به هغوی خپل اجرتي قاتلانو ته دنده ورکوي چې زموږ بنیادونه ړنګ کړي او موږ بیا مهاجرت، دربدریو او بدبختیو ته وسپاري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version