په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې د دې سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د دې هېواد د انرژۍ او کانونو وزارت له چارواکو سره کتلي دي.
د سرچينې په خبره په دې کتنه کې د کانونو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو کانونو په برخه کې د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او دغه راز د صنعتي څانګو د اغېزمن مدیریت او پراختیا په اړه خبرې شوي.
د دغه سفارت په وینا، اندونیزیایي لوري په اړوندو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی وښوده.
