شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سوډان جنوبي کردفان ایالت په ابو جبیهه کې د سرو زرو کان نړېدو له امله شپږ کان کېندونکي مړه شوي، ۱۲ ټپیان شوي او لسګونه نور تر خاورو لاندې دي.د سوډان د ډاکټرانو شبکې پر دې پېښې ژوره اندېښنه ښودلې او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د کان کېندنې لپاره د خوندیتوب اصول وضع کړي.د کوچني مقیاس کانکېندنه په ټول سوډان کې د شاوخوا دوه میلیونو خلکو د عاید سرچینه ده، خو تر ډېره په سختو او خطرناکو شرایطو کې ترسره کېږي.