رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اندونیزیا جاوا ایالت په باندونګ سیمه کې د ځمک‌ښوېدنې له امله ۱۰ تنه مړه او ۸۰ نور ورک شوي دي.

اندونیزیايي چارواکو ویلي، پېښه تېره ورځ (شنبه) په ځایي وخت سهار مهال له بارانونو سره مله، د یاد ایالت په پاسیر لانګو سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینې د ځایي چارواکو له قوله لیکلي، چې د پېښې په ځای کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات پیل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version