د اوبو او انرژۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې د فراه ولایت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د کېندنې له بشپړېدو او د تونلونو د پورتنۍ او ښکتنۍ برخو سیم تاوولو(RCC) له پيل خبر ورکوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د فراه رود سیندیزې فرعي حوزې رئيس ملا برهان الدین مینوال د فراه ولایت د بخش آباد بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه خبرپاڼه زياتوي چې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو کېندنه بشپړه او د تونلونو د سیم تاوولو(RCC) برخې پورتنۍ او کښتنۍ برخې چارې روانې دي.
د خبرپاڼې په وينا د بند په جوړېدو ۲۴ ساعته کار جریان لري او په سیمه کې د کافي وسایلو او تجهیزاتو د شتون ترڅنګ د اوبو او انرژي وزارت له لوري اړینه بودجه هم ورته ځانګړې شوې ده.