دا چې د شر او فساد ډلې فیسبوکي مانورونو ته زور ورکړی او هره ورځ د دروغو جګړیزې ادعاګانې کوي او خپل خیالي جنګي ګزارشونه خپروي، مګر د جګړو نه کومه مستنده ویډیو خپرولی شي، نه ورسره د جګړو انځور شته چې د دوی دا دروغجنه افتراء ثابته کړي.

خو برعکس افغان حکومت هره ورځ د افغان جغرافیه امن ثابتوي او په عمل کې یې ثابتوي سره له دې چې د ټولې غربي میډیا وسایل د جنګي خیالي جبهو ملاتړ ته کیوتلي دي.

د افغانستان له ځمکني امنیت وروسته فضایي امنیت هم بشپړ امن ثابت شو؛ د شر او فساد په دروغجنو ادعاګانو بیا خاورې واړول شوې.

د رویټرز اژانس له قوله چې د افغانستان فضا نسبت د اسیایي هېوادونو له فضاګانو ډېره خوندي او مصونه فضا ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران او اسرائیلو کړکیچ په بې ساري ډول خپل اوج ته ورسېده؛ د ایران برسېره د سعودي، یمن، سوریه، لبنان او مصر هم له امنیتي ګواښونو سره مخ شول.

د رویټرز له قوله وروسته له دې چې منځني ختیځ کې کړکیچ رامنځ ته شو، ایران او اسرائیل عملا توغندیز بریدونه وکړل او د دې برسېره یې خپل نظامي برخه تیارسي حالت ته راوسته، د ایران هوایي ترانسپورټ اغېزمن شو، ځینو هېوادونو د ایران فضاء تحریم او د افغانستان فضا یې انتخاب کړه.د رویټرز په وینا چې ددې ډلې څخه د سینګار او برټیش ایرویز د افغانستان له فضا استفاده کوي.

د افغانستان د هوانوردۍ او ترانسپورټ وزارت وایي چې زموږ په حریم د تجارتي طیارو تګ راتګ ډېر شوی چې په دې سره یې عواید هم ښه شوي.

د نوموړي وزارت مسئولین وايي: په ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان په فضاء ٢٦٠ الوتنې کېږي چې پخوا دا کچه د ١١٠ او ١٢٠ پروازونو ترمنځ اټکل شوې.دا د افغانستان لپاره یو نیکمرغه زیری دی؛ اوسمهال د افغانستان غوښنه برخه عواید د ځمکني او هوایي ترانسپورټ څخه تامینیږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version