په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، له دغه دفتر سره سویس ۱.۹ مېلیونه ډالر مرسته کړې ده.د اوچا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، مرسته شوې پیسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکول کېږي.سویس تېره میاشت هم له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې څلور مېلیونه ډالر مرسته کړې وه.په کابل کې د ملگرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) وايي، په افغانستان کې لا هم گڼ خلک مالي او خوراکي مرستو ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې له افغانستان سره ۷۶۰ مېلیون ډالر مرسته وکړي، څو خلکو ته پرې خوراکي توکي برابر کړي.په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او له پاکستان څخه د سلگونه زره کډوالو د جبري راستنېدو له امله گڼ خلک لاسنیوي ته اړتیا لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version