د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په کابل کې یې د اوبو رسولو څلور شبکې گټې اخیستنې ته سپارلې دي.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د یونیسف په مالي ملاتړ د کابل په استالف، کلکان، دهسبز او فرزه ولسوالیو په کلینکونو کې یې د اوبو رسولو د څلور شبکو کارونه بشپړ کړي او گټې اخیستنې ته یې سپارلې دي.د خبرپاڼې له مخې، په یادو څاگانو ۶.۶ مېلیونه افغانۍ لگښت راغلی:«په دغو شبکو کې د (۱۳۰)، (۷۰)، (۶۵) او (۱۱۰) مترو په ژوروالي د څلورو څاګانو کیندل او د پاکو اوبو د دوو اوسپنیزو کانکریټي ذخیرو جوړول شامل دي.»په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو شبکو په جوړولو سره د یادو ولسوالیو ۸۳۰ کورنیو او د کلینکونو مراجعینو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل سربېره یې د پاکو اوبو نورې شبکې په فراه، هلمند او ننگرهار ولایتونو کې هم گټې اخیستنې ته سپارلې دي.په هېواد کې لا هم ډېر خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، چې له امله یې خلک له گڼو ناروغیو سره مخ کېږي.