ليکوال: ارسلان بيات

موږ په نړيوال او اسلامي تاريخ کې داسې ډيرې واقعې لوستي او شته چې د يوې ټولنې او هيواد په وګړو کې د بل هيواد جاسوس او اجير دې شتون لري.له عباسي خلافت د مويد الدين ابن علقمة څخه را واخله آن تر مير جعفر او مير صادق پورې په زرګونو داسې خلک تير شوي چې خپل هيواد، دين او وګړي یې د څو روپيو يا د چوکۍ په خاطر په پرديو خرڅ کړي او مرسته يې ورسره کړې ده.د افغانستان معاصر تاريخ کې ببرک کارمل …. او … او …. هغه کسان ول چې د روس لپاره يې خپل هيواد، دين او هر څه بايلودل او پايله يې دا شوه چې رب داسې ذليل کړل چې تر ننه يې څوک په ښه نوم نه يادوي.کله چې د روس د اشغال او د هغه د جاسوسانو پر ضد افغان ملت ټوپک را پورته او جهاد ته يې ملا وتړله، په کراره کراره د افغانستان د هر ولايت او هرې ولسوالۍ مومن ملت د روس او د روسيې د جاسوسانو او اجیرو پر ضد عملا قيام وکړ.د وخت په تېريدو څو نومونه د دغه جهاد مخکښ ياد شول، چې يو پکې احمد شاه مسعود هم و، حال دا چې احمد شاه مسعود په اول وخت کې د برهان الدين رباني يو عادي قمندان او سر ګروپ و، خو د مسعود کمال دا و چې زړور و او د نورو په پرتله په څو ژبو پوهېده، چې يوه يې فرانسوي ژبه هم وه او همدا فرانسوي ژبه څو کاله وروسته د ده د شهرت او نړيوال کيدو سبب وګرځيدله. مسعود په اوله کې يو ښه متدبر قمندان و، له اوله روس سره په جهاد کې ډيرې ښې لاسته راوړنې لرلې او روسانو ته لوی سر درد و.بوریس گروموف چې په افغانستان کې د هغه وخت د ۴۰ زره لښکرو مشر او اخري پوځي و، هغه په خپل کتاب سرې لښکری په افغانستان کې ليکلي:موږ په پنجشير کې له مسعود سره ډېر او څو څو وارې وجنګيدلو، هغه يو نه ماتېدونکی انسان و، موږ پنجشير کې څو وارې د ناکامۍ او ماتې سره مخ شولو.جنرال گرمومف په خپل کتاب سرې لښکری په افغانستان کې د مسعود اړوند زياتوي :د مسعود د ځانګړتياوو په ډله کې د هغه تکبر، ځان غوښتنه او ژبنی او قومي تعصب يادونه کولی شو.۲۶۴ مخ.خو د انسان په ژوند کې دا فطري ده چې د وخت او حالاتو سره بدلون مومي، ډېر کم داسې وي چې په خپل دريځ او فکر ثابت پاتي کيږي او همدا د بې ثباتي، ځان خوښي، قومي او ژبني تعصب د دې لامل شو چې مسعود د وخت په تيريدو له خپل فکر او مسير بدلون وخوړ، او شهرت قومي او ژبني تعصب دېته وهڅاوه چې د جهاد سيپڅلې لار پريږدي او د شخصي يا قومي ګټو لپاره هلې ځلي شروع کړي. مسعود هغه وخت په ملي سطحه مشهور شو، چې کله يې په پنجشير کې څو وارې او پرله پسې روسانو ته سر خوږی جوړ کړ او د هغه په مشهوريدو کې اول لوی لاس د فرانسوي ژورناليستانو و او بيا په خپله د روس د استخباراتو او ميډيا لاس و.روس چې کله پوه شو چې مسعود سره بايد د خبرو له لارې مسله حل شي او بل حالت داسې و چې په هغه وخت کې د افغانستان نظامي واک او نفوذ د نورو هغو تنظیمونو وو، چې مسعود ورسره وران وو، نو مسعود چون متکبر او ځان خوښی و، دغه نفوذ د هغه نه هضميده او هغه مجبور و تر څو ځان او خپل ملت مطرح کړي.همدا حالت روسانو ښه درک کړی، ځکه خو جنرال ګروموف په خپل کتاب سرې لښکری په افغانستان کې ليکلي:د څلويښتم لښکر د استخباراتي مرکز په نتيجه کې موږ په ۱۹۸۲ کې خپل تر ټولو مهم هدف ته ورسيدو او له احمد شاه مسعود سره مو هغسې اړيکې پيدا کړې چې آن له افغانستان څخه د شوروي د پوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوې.۲۶۶ مخ .احمد شاه مسعود د مجاهدينو په منځ کې اولنی څوک و چې له روسانو سره يې تړون وکړ او دا تړون هغه وخت رامنځ ته شو چې له روسانو يو دوه خطا ول او مجاهدينو پرې له هرې خوا په هر ځای کې ځمکه سور اور ګرځولې وه .مشهور فوټوګارفر او ليکوال بروس ریچارډسن په خپل مشهور کتاب Afghanistan: Ending the reign of Soviet terror کې د مسعود په اړه ليکي :په افغانستان کې د شورويانو پوځي مشر د مسعود سره اړيکې ټينګې کړې او هغه ته يې وړانديز وکړ چې تر څو ورسره وويني او خبرې وکړي.د مسعود او روسي پوځي جنرال دغه خبرې او اړيکې په کابل کې د روسيې سفارت لخوا برابرې شوي وې.په دغه ناسته کې يو خوا احمد شاه مسعود و او مقابل لوري ته په کابل کې د روسيې سفیر بوري ورانتخوف او د شوروي د دفاع د وزارت جنرال وی آی وارنیکوف شتون درلود. له روس سره د مسعود په هغه حساس وخت کې دغه تړون د دې لامل شو چې روسيه په شمال کې ښه په ارامه او کراره خپل پوځيان او پوځي اکمالات د افغانستان جنوب او نورو ولايتونو ته ورسوي، ځکه مسعود له روسانو سره په تړون کې دا منلي و چې د شمال له لارې چې څومره خوراکي او پوځي مهمات او اکمالات کابل ته انتقاليږي په هغې به د مسعود جنګيالي کار نلري، بلکې ساتنه به يې کوي . له روسيې سره د مسعود د تړون مهمې نقطې جنرال ګروموف په خپل کتاب، بروس ريچارډسن، جنرال عبدالقدوس، پاناتاکيوټيس ډيميټراکيس او نورو مشهورو ليکوالانو او څيړونکيو را اخيستي.له روسیې سره د مسعود د تړون مهمې نقطې په لاندې ډول وې:۱. شمال ولایتونه لکه بدخشان، تخار، کندز، بغلان او پروان او نور ګڼ ځايونو به تاجک میشتو ته سپارل کيږي او د تاجک ملت لپاره به په دغه سیمه کې ټوله خپلواکي ورکول کيږي او روسيه به پکې هيڅ مداخلت نکوي.۲. د راتلونکې حکومت په لوړو چوکيو کې به د تاجک قوم غوښينه برخه وي.۳. جمعيت اسلامي به په رسميت پيژندل کيږي او هغه ټول امتيازات به ورکول کيږي چې د روس لخوا د کابل ادارې ته ورکول کيږي.۴. د جميعت اسلامي د ګوند تر سيوري لاندې به تاجک قوم ته د دې ازادي ورکول کيږي چې يو منظم پوځي ځواک جوړ کړي او د افغانستان په اردو کې به ځانکړی ځای لري. ۵. شمال کې به د رغونې، زراعت صحت او نور مهم کارونه کيږي. د دې پورته غوښتنو په بدل کې به مسعود او جميعت ګوند دا لاندې کارونه کوي :۱. د کابل سالنګ او حيرتان په لاره به په روسانو بيخي عمليات بندوي .۲. نورې جهادي ډلې به نه پريږدي چې د روسانو کاروانونو ته زيان ورسوي .۳. هغه شوروي پوځيان چې ورک دي د هغوی په پيدا کولو کې به مرسته کوي.۴. د جمعيت سرتيري حق لري چې د نورو جهادي ګوندونو په مقابل کې خپل سرانه جګړه وکړي. ۵ . روسان چې کوم خوراکي توکي او وسله کابل ته انتقالوي په دې کې به د مسعود د ډلې برخه ورکوي او همداسې يې وکړل.دوام لري ……

ځواب پریږدئ

Exit mobile version