د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره(اوچا) وايي، په افغانستان کې د مې میاشتو د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن شوي دي.

یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي، وروستیو سېلابونو د افغانستان لوېدیځې سیمې تر ټولو ډېرې ځپلې او زیانمنې کړې دي.

د یادې ادارې د راپور له مخې، اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۳.۷ مېلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۱۲.۴ مېلیونه کسان د خوړو خوندیتوب نه لري او نږدې نیمايي وگړي یعنې ۴۸ سلنه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د اوچا د راپور پر بنسټ، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدنې دغه کړکېچ لا پسې ډېر کړی دی.:« چاپېریالي ننگونې، د تودوخې درجې لوړېدل، د ورښتونو د بڼې بدلون، پرله‌پسې وچکالي، د اوبو کمښت او تکراري سېلابونه هر کال زرگونه افغانان زیانمنوي.»

یادې ادارې ویلي، په افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی. په روان کال کې ۲۳ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د ۲۰۱۹ز کال په پرتله دغه شمېره پینځه برابره لوړه ده.

په روان کال کې په بغلان، تخار، بدخشان، ننگرهار او د هېواد په گڼو سیمو کې د سختو سېلابونو له امله زرگونه کسان زیانمن شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version