د رسنیو د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د اندریس په نوم یو امریکایي تبعه د اسلام پر مبارک دین مشرف شو.

اندریس امریکايي سیلاني و، نوموړی د میدان وردګو له ولایت څخه د بامیانو پر لور روان و، غوښتل یې چې د یاد ولایت له تاریخي سیمو لیدنه وکړي.

اندریس پر لاره د اسلامي امارت له مجاهدینو سره تر خبرو کولو وروسته، د اسلام پر مبارک دین مشرف شو؛ د معلوماتو پر بنا په امریکایي سیلاني اندریس باندې د مجاهدینو له لوري د محمود نوم کېښودل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، دغه امریکایي تبعه چې غوښتل یې د بامیان ولایت ته د سیاحت په موخه سفر وکړي، د لارې په اوږدو کې د جلرېز ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو سره په چک پاینټ کې مخامخ شو.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو له قوله زیاتوي: (نوموړی کس چې له مونږ سره پر چک پاینټ کې مخ شو، نو زمونږ له نیکې رویې، او اخلاقو څخه زیات خوشحاله شو او غوښتل یې چې له مونږ سره پاتې شي، نو مونږ هم له ځان سره قوماندانۍ ته راوست او وروسته د مجاهدینو په ځانګړي ډول د امنیه قوماندان (کوچي محمد) له خوا د اسلام په مبارک دین مشرف شو او اسلام یې قبول کړ) طبعي ده چې، څوک د اسلام مبارک دين حقایق درک کړي، نو حتمي او ضروري ترې متاثره کېږي.

هر هغه څوک چې د اسلام له سپیڅلي دین څخه ناخبره وي او په دې اړه معلومات ونه لري، له مسلمانانو کرکه کوي، کینې او حسدونه کوي، په ځانګړي توګه په یو شمېر کفري هیوادونو کې، بیا په زیاته پیمانه توپیري چلند ورسره ترسره کېږي؛ چې دا ډول توپیري کړنې د مسلمانانو احساسات راپاروي، بالاخره د فزیکي برخورد بڼه غوره کوي.

کفار چې ځانونه د اسلام مبارک دین دښمنان ګڼي، د مسلمانانو پر وړاندې بې رحمانه کړنې ترسره کوي، عمده بیلګې یې فلسطین، لېبیا، عراق، سوريه او دې ته ورته نور هیوادونه دي، چې د کفارو له لوري پرې ظلمونه ترسره شوه او لا هم جریان لري، په زرګونو تنه مسلمانان یې شهیدان کړل؛ ممکن که دوی د اسلام مبارک دین حقایق درک کړي، له دې ظلمونو او وحشتونو به لاس واخلي.

راځم دې ته چې، هغه ډلو ټپلو چې په تېر شل کلن نړېدلي نظام کې په مسلمانانو کوم ظلمونه وکړل، چې هیڅ د هېرولو وړ نه دي، دوی خو ځان ته مسلمانان ویل او وایي یې هم، بیا هم د شرعي او اسلامي نظام پر وړاندې منفي تبلیغات کوي، کافر او مشرک له شرعي نظامه متاثره کېږي، کلیمه وايي، مسلمانېږي، برعکس، تش په نامه د جبهو، غله، ډاکوان، قاتلین، راه زنان، هیواد پلورونکي مشران د اسلامي نظام پر وړاندې تخریب او پروپاګند کوي، چې له دې سره خپل حیثیت ته نوره صدمه هم رسوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version