په کابل کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره(اوچا) وايي، په روان ۲۰۲۴ز کال به ۲۳.۷ مېلیونه افغانان مرستو ته اړ وي، چې ډېره برخه به یې ښځې وي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اقلیمي بدلون په تېره بیا کلیوال خلک ډېر ځپلي دي، چې ورسره د بې‌وزلۍ کچه هم لوړه شوې ده.

د اوچا د راپور پر بنسټ، اقلیمي بدلون اغېزې بې‌وزلي تر منځني او ښه عاید لرونکو کورنیو ډېر ځپي، چې سېلابونه د بې‌وزلۍ او هغو کورنیو ترمنځ واټن لا ډېر په چټکۍ پراخوي چې بې‌وزلۍ ځپلي نه دي.

په افغانستان کې څو کلنې وچکالۍ، اقلیمي بدلون او بېلابېلو لاملونو له مخې د خلکو اقتصادي حالت خراب کړ.

که څه هم د اقتصادي ودې لپاره د طالبانو حکومت هڅې پیل کړي دي او تمه شته چې د افغانستان اقتصادي وضعیت به ښه شي.

په روان ژمي کې د افغانستان د سرې میاشتې، کډوالو وزارت او طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري له گڼو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې او دا لړۍ اوس هم په ځینو سیمو کې روانه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version