د غزني ولایت د پوهنې ریاست وایي، د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د محمد اسماعیل په نوم یو کس د قرانکريم ټولې سپارې په خپل لاس لیکلې دي.

نوموړی کس د دې ولایت د پوهنې د رئیس له لوري ستایل شوی هم دی.

په لاس د قرانکریم لیکونکی محمداسماعیل وایي، د لیکل شوي قرانکریم ټولې نسخې یې په خپل لاس په شپږو میاشتو کې لیکلي او په راتلونکي کې یې هم د خپلو کړنو پر دوام ټینګار کړی دی.

په ورته مهال د پوهنې رئیس د هېواد په لویو نندارتونونو کې دغه په لاس لیکل شوی سپېڅلی او مقدس کتاب نندارې ته د وړانډې کولو غوښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version