د اوکراین د بېړنیو چوپړتیاوو ادارې ویلي، چې روسي ځواکونو د دغه هېواد د نیپرو ښار کې د کان‌کېندونکو پر یوه بس ډرون برید کړی، چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د یادې ادارې په وینا، دغه برید تېره ورځ (یکشنبه) ترسره شوی او ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې روسي سیال یې د ده په غوښتنه اوکراین کې پر اووه ورځني اوربند هوکړه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version