په بلوچستان کې وروستيو بریدونو او عملیاتو یو ځل بیا د پاکستان د داخلي ثبات او ناکامو پالیسیو پر څرنګوالي بحثونه تازه کړي دي. دا تاوتریخوالی، چې وخت ناوخت د سختو وسلوالو نښتو او پوځي عملیاتو بڼه خپلوي، تر ډېره د اوږدمهالو غلطیو سیاسي پالیسیو، خاصو قومونو سره د ظلمونو او نابرابریو طبیعي نتیجه بلل کېدای شي.
د شنونکو په باور، د بلوچستان کړکېچ د سیمې د ولسونو، د سیاسي ګډون محدودیت، د اقتصادي فرصتونو نابرابر وېش او د ناسمو امنیتي تګلارو پر غالب رول ولاړ دی. دغه عواملو د پاکستاني رژیم او ولس ترمنځ د اعتماد فضا زیانمنه کړې او د دواړو ترمنځ یې واټن زیات کړی دی، هغه حالت چې په اوږد مهال کې یې د ثبات پر وړاندې جدي ننګونه رامنځته کړې.
که څه هم د پاکستاني چینلونو په رسمي څرګندونو کې وخت ناوخت، د دوی په کور دننه کړکېچونو کې د بهرنيو لاسوهنو شتون مطرح کوي او د افغانستان په شمول نورو لوریو ته لاس نیسي، خو دا لاس نیونې کوم اساس نه لري. پاکستان تر اوسه داسې مستند شواهد نه دي وړاندې کړي چې دا تاوتریخوالی له ګاونډیو هېوادونو سره په مستقیم ډول وتړي. د پاکستان د امنیتي کړکېچ ارزونې ښيي چې د شخړې ډېری ابعاد په خپله د پاکستان په دننه کې ریښه لري.
د څارونکو په آند، د بلوچستان د وضعیت دوامداره حل د امنیتي پالیسیو د اصلاح تر څنګ، سیاسي اصلاحاتو، پراخ ټولشموله مشارکت او د سیمه ییزو اندېښنو په جدي ارزونې او هغوی ته رسیدنې کې نغښتی دی. پرته له دې به روان کړکېچونه نه یوازې پاکستان د کړنګ غاړې ته نږدې کړي، بلکې د ټولې سیمې پر امنیتي چاپېریال به ژورې اغېزې وغوړوي.
