د سياېناېن د راپور له مخې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف د ایران له استازو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي ویلي چې د ایران د کارپوهانو یو پلاوی هم دوحې ته روان دی، خو له امریکايي استازو سره به مستقیمه لیدنه ونه کړي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې ایران د دې غونډې غوښتنه کړې او ټاکل شوې ده په دوحه کې ترسره شي.
سپینې ماڼۍ تایید کړې چې سټیو وېټکاف او د ټرمپ زوم جرد کوشنر به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
خو ایراني چارواکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د مستقیمو یا تخنیکي خبرو راپورونه رد کړي او دا یې ناسم بللي دي.


