د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له رئیس او استازي سټیفن رودریګز سره کتلي دي.
د یاد وزارت په وینا، په دغه کتنه کې د کرنې، اوبو لګولو، د خلکو د معیشت د پراختیا، بنسټیزو پروژو او د دواړو لورو د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې شوې دي.


