د ايران تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د قضایه قوې له پرېکړې وروسته نن سهار د مهدي اصغرزاده په نوم د داعش ډلې يو غړی چې ايران کې یې د چاودنو او بریدونو پلانونه درلودل اعدام شو.

سرچينه وايي، نوموړي د «ابو خالد» او «حسام» په مستعارو نومونو فعاليت درلود او په عراق او سوريه کې یې پوځي روزنه ترلاسه کړې وه.

د معلوماتو له مخې دغه داعشي ته پلان ورکړل شوی و، چې د ايران په بېلابېلو مذهبي ځايونو او جوماتونو کې بريدونه ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version