د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ‏هرات ولایت کې د ۹ سترو پروژو د ګټې اخیستنې او د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، افغان حکومت هڅه کړې، چې افغانستان د خپل سټراټيژيک موقعیت له پلوه د سيمې هېوادونو د اتصال په توګه را څرګند شي.

نوموړي د دغو پروژو پر پیل خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د برښنا انرژي اساسي اړتيا ده، چې افغان حکومت دې برخې ته له ستراتيژيک ليد کتنه کړې او ښه پراختيا هم لري.

ښاغلي برادر ویلي، افغان حکومت هڅه کړې، چې افغانستان د خپل ستراتيژيک موقعیت له پلوه د سيمې هېوادونو د اتصال په توګه را څرګند شي.

نوموړي د سيمې له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې له سالم سياست څخه کار واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version