د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد د سترې محکمې په تائید د عقیل کشاورز په نوم یو کس د صهیونیستي رژیم استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام شو.

ایراني چارواکو ویلي، نوموړی د موساد له افسرانو سره اړیکه درلوده او د ایران د مهمو امنیتي او پوځي مرکزونو انځورونه یې صهیونیستي استخباراتو ته استولي وو.

هېره دې نه وي، چې ایران له تېرې ۱۲ ورځنۍ جګړې راوروسته د صهیونیستي رژیم استخباراتي ادارو ته د جاسوسۍ په تور ګڼ شمېر کسان نیولي او په دار ځړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version