له څلورو کلونو څخه زیات وخت شو چې جمهوریت پرځېدلی، چې له دې سره جنګ سالاران او د تش په نوم ګوندونو مشران هم له هېواده وتښتېدل؛ همدا څلور کاله د افغانستان خلکو د دغو بدنامو څېرو له غمه د ارام ساه اخیستې او د ارام ژوند تجربه کوي.
په دې ټوله موده کې، له افغانستانه بهر د دغو بدنامو ګوندونو د مشرانو تر ټولو لویه ننګونه د دوی داخلي اختلافات ګڼل کېدای شي؛ داسې نه ختمېدونکي اختلافات چې شالید یې د جمهوریت له سقوط سره نه، بلکې د شل کلن اشغال او حتی تر هغه وړاندې، د کورنیو وژونکو جګړو دورې ته ور ګرځي.
د دغو ګوندونو مشرانو د جمهوریت له پرځېدو راهیسې د یو او بل سره د یوځای کېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو لکه څنګه چې تمه کېده، له دغو هڅو څخه هېڅ یوه هم بریالۍ نه شوه. په دې منځ کې، تر مختلفو نومونو لاندې د مختلفو ائتلافونو جوړول د دغو ناکامو هڅو یوه بېلګه ګڼل کېدای شي.
اوس په داسې حال کې چې دوی د ډېرو هغو قدرتونو له خوا رد شوي چې پخوا یې ملاتړ ترې کاوه، یو ځل بیا دغه بدنامې څېرې سره راټولې شوي او د «د افغانستان د سیاسي ګوندونو د همغږۍ ائتلاف» تر نامه لاندې یې یو نوی ائتلاف جوړ کړی دی.
له شک پرته، دا تکراري څېرې چې په تېرو څلورو کلونو کې، په څو آنلاین غونډو او مجازی پلټفارمونو کې له پروپاګند خپرولو پرته په خپله ننګینه کارنامه کې بل څه نه لري، اوس یې د یوه نوي ائتلاف له جوړولو څخه یوازینی هدف په رسنیو کې د مطرح کېدو لپاره یوه ناکامه هڅه ده.
د دې نوي ائتلاف غړي هم هماغه پخوانۍ تکراري څېرې دي؛ که څه هم دا ځل بیا د افغان حکومت د مخالفینو یو شمېر مشهورو څېرو له دې کسانو سره د یوځای کېدو څخه ډډه کړې ده؛ لکه: رحمت الله نبیل، امرالله صالح، یاسین ضیاء، لطیف پدرام او صلاح الدین رباني، چې دا موضوع د دغو څېرو ترمنځ د ژورو اختلافاتو دوام تائیدوي.
د دې تش په نوم ائتلاف لپاره ډېرې مطرح شوې مادې او موخې هم د پخوا تکرار دي، خو په څو مواردو کې توپیر لري. له دې جملې څخه یې دا چې په پخوانیو ائتلافونو کې هغه ځانپاله مشرانو چې د افغانستان د اوسني حکومت د سقوط غوښتونکي وو، دا ځل په نوې بیانیه کې د حکومت سقوط نه، بلکې په هغې کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې همدا د دریځ بدلون د دې لامل شوی چې ډېر کارپوهان د افغانستان په نوي حکومت کې د دې کسانو د ګډون غوښتنه د دوی د ښکاره ضعف او ناتوانۍ نښه وګڼي؛ یو نه منونکی ضعف چې د نورو هېوادونو لخوا له رد کېدو وروسته، په دوی کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.
دا نوی ائتلاف که څه هم په نوي نوم راڅرګند شوی او د جوړېدو هدف یې د خلکو دفاع او له هغوی سره غم شریکي معرفي کېږي، خو په عمل کې د سیاسي وینهڅښونکو په ټولګه بدل شوی دی؛ هغه څېرې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې یوازې ذلت، ویجاړي، فساد او ناامني خلکو ته ور په برخه کړې وه.
دا کسان په داسې حال کې غولوونکي شعارونه ورکوي او د افغانستان د خلکو د حقونو په اړه خبرې کوي چې په اصل کې، د دوی هدف واک ته بېرته راستنېده، د بیت المال د غلا او چپاول پر دسترخوان کېناستل، د معاملو، سهم غوښتنې او د خلکو د وینې څښلو د هماغه څرخې له دوام پرته بل څه نه دي.
خو د افغانستان د خلکو تاریخي تجربې ښودلې ده چې له داسې جریانونو څخه نه اصلاح راځي او نه صداقت. دوی یوازې هغه وخت د خلکو او ملي ګټو په فکر کې کېږي چې د دوی د بهرني ملاتړ بنسټونه کمزوري شي او واک ته د دوی د بېرته راستنېدو لاره بنده شي.
جالبه خبره دا ده چې دې نوي تأسیس شوي ائتلاف په خپله بیانیه کې په سوالګره لهجه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، سیمه ایزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده؛ په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې نه دغو نهادونو او نه هم د دوی پخوانیو ملاتړو ورته لږ تر لږه پاملرنه نه ده کړې، بلکې د دغو څېرو نومونه هم په سیاسي ډګر کې نه دي اخیستل شوي؛ لکه د سوځېدلو دانو په څېر چې نور غورځول شوي وي.
د یادونې وړ ده چې دا دوه ګونی چلند په روښانه ډول ښیي چې دا کسان لا هم خپله هیله د افغانستان پر خلکو نه، بلکې پر بهرني ملاتړ بنا کوي؛ یو داسې عادت چې په تاریخ او د دوی په سیاسي ذات کې ریښه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
