د ایران د نفتو وزارت مرستیال سید علي موسوي د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال عبدالرحمن قانت سره کتنه کې ویلي، چې ایراني پانګوال د افغانستان کاني سرچینو د کیندنې استخراج، پروسس او پراختیا برخه کې پانګونه کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې موسوي ویلي، چې ایراني شرکتونه چمتو دي افغان انجینرانو ته د نفتو او ګازو په برخو کې روزنه ورکړي.
د یاد وزارت مرستیال، عبدالرحمن قانت ایراني لوري ته د کانونو د قوانینو او طرزالعملونو سره سم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
