ایران دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړ، چې په اسرائیل یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.

ایران ویلي، چې دغه بریدونه یې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې د دوی په قونسلګرۍ د اسرائیلو د هوایي برید په غبرګون کې کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوې اعلامیې کې، چې د “اکس” په ټولنیزې شبکې یا پخواني ټویټر کې خپره شوې، ویلي چې د ایران پوځي اقدام په دمشق کې د قونسلګرۍ په ودانۍ د صیهونیستي رژیم د تیري په غبرګون کې شوی.

په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی که د اسرائیل رژیم بله سهوه وکړي، د ایران ځواب به له دې هم قوي او شدید وي.

د ایران دایمي استازولۍ همداراز په اعلامیه کې متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی، چې په دې شخړې کې دې نه ور ګډیږي.

په اعلامیې کې راغلي: ” دا شخړه د ایران او اسرائیل بې لارې رژیم تر منځ ده، چې باید متحده ایالات ترې لرې ووسي”

د ایران د بریدونو وروسته یو شمېر نړۍوالو رسنیو د اسرائیلي چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړل، چې اسرائیل به د ایران د بریدونو په غبرګون کې ورته بریدونه ترسره کړي.

په ورته مهال د ایران دفاع وزارت ویلي، که اسرائیلو د بیا کوم اقدام هڅه وکړه، تر ننني ډرون بریدونو به سخت ځواب وویني.

د العربیه رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ددغه هیواد د جنګ کابینه پر ایران د متقابل برید لپاره پریکړې ته نه ده رسیدلې.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې د ورځې په اوږدو کې به دغه کابینه بله غونډه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version