پاکستانۍ رسنۍ وايي، سبا د اپرېل په ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل پای ته رسېږي او سلگونه زره افغان کډوال به وویستل شي.


د پاکستان حکومت هم ویلي، که تر یادې نېټې افغان کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نو دوی به یې په زور له خپلې خاورې وباسي.


پاکستان پرو سږکال هم تر نیم مېلیون افغان کډوال په زور وویستل. په اوسني ضرب الاجل کې به تر ۸۵۰ زرو افغان کډوال راوویستل شي.


که څه هم افغان حکومت، د کډوالو نړیوال سازمان، نړیوالې ټولنې او گڼو نورو ادارو له پاکستان غوښتي وو، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي، خو تر اوسه کوم مثبت خبر نه دی راغلی.


د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې دا مهال ۳.۵ مېلیونه افغان کډوال اوسېږي، چې ډېری یې د کډوالۍ کارتونه لري.


پرو سږکال د افغان کډوالو په رسولو کې بېلابېلو ادارو پوره برخه واخیسته او راستانه شوو افغانانو ته یې بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version