د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په تازه څرګندونو کې ویلي، که د امریکا د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت که غواړي چې د دې هیواد اټومي چارو په هکله خبرې وکړي، لومړی باید د تهران اعتبار تر لاسه کړي.

د عراقچي د دې تازه څرګندونو اصلي موخې په اړه څه نه دي ویل شوي خو تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې د ایران په اتومي تاسیساتو د برید کولو هیله نلري بلکې په دې برخه کې هوکړې ته رسېدل غواړي.

عراقچي ویلي، وضعیت اوس د پخواني وخت په پرتله ډیر ستونزمن دی. مقابل لوری باید زمونږ د باور ګټلو لپاره ډیر څه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version