نجیب بارور هغه څوک دی چې د خپلو شعرونو په مټ یې تل د مقاومت جبهې ملاتړ کړی او په ګڼو مواردو کې یې د افغانستان بې ساری خاین احمدشاه مسعود ستایلی دی او ځان یې د دې ناوړه څېرې عسکر یاد کړی دی.

بارور د احمد مسعود په اړه د هغه د پلار احمدشاه مسعود په پرتله بدل او منفي لیدلوری لري. احمد مسعود ته په ښه نظر نه ګوري او څو ځله یې په پراخ فساد تورن کړی دی.

هغه په تېر کې هم د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې پر وړاندې سختې نیوکې کړې دي. د نوموړي په باور، له احمد مسعود چاپېره ټول کسان غله دي او نشي کولای د خپل پلار احمدشاه مسعود په څېر واوسي.

نجیب بارور په خپلو وروستیو څرګندونو کې د مقاومت جبهې پر وړاندې پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او یو ځل بیا یې داسې څرګندونې کړي چې د احمدشاه مسعود په لږ شمېر پلویانو کې، کمو کسانو تر اوسه کړې دي.

بارور پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د مقاومت جبهې لپاره په ځینو ښکېلو هېوادونو کې د څانګو او دفترونو له جوړېدو وروسته، دغه دفترونه د سیاسي چارو د تعقیب پر ځای په خپلو خوش خوریو او د سهمونو په شرموونکي وېش لګیا دي».

هغه زیاتوي: «د دې دفترونو ټول سیاسي رازونه د دښمنانو لاس ته مخابره کیږي، مدیریتي چارې یې د داسې کسانو په لاس کې دي چې د کار پر ځای په معاشونو خوړلو او زرګونه نورو شرموونکو فعالیتونو بوخت دي.»

بارور د احمد مسعود پر شاوخوا راټول کسان کوچني او تش مغزه یاد کړي دي؛ هغه په دې فکر دی چې دوی له دغو فرصتونو د ځان او خپلو ډلو په ګټه داسې کار اخیستی چې نور هېڅ عزت او حیثیت ورپاتې نه دی.

نجیب بارور د مقاومت جبهې په اړه د خپلو نیوکو په دوام ویلي، چې دغه جبهه بې‌ صلاحیته نهادونو ته ورته شوې ده. د هغه په وینا، کوربه ټولنې دې جبهې ته په جدي نظر نه ګوري او دغه ستراتیژیک سیاسي فرصتونه بې‌ ارزښته او بې‌ روحه شوي دي.

بارور خپله د قلم څوکه لاپسې تنده کړې او احمد مسعود یې تورن کړی چې د مقاومت جبهې د سیاسي مشر په توګه د داخلي فاسدو کړیو له اغېز په وتلو ندی توانېدلی او د دې جبهې د حیثیت د بیرته اعاده کولو هڅه یې نه ده کړې.

هغه د خپلو خبرو په وروستي پارگراف کې احمد مسعود د یو ماشومانه ذهنیت لرونکی کس یاد کړی او په وینا یې چې هغه د خپل کوچني فکر او ماشومانه کړنو له امله د خلکو وړې ستونزې هم نشي هوارولای.

بارور د مقاومت جبهې اوسنی وضعیت د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له فعالیتونو سره پرتله کړی. هغه زیاتوي چې په بهر کې د طالبانو سیاسي دفترونه آن اوس چې په کور دننه واکمن هم دي، د مخالفینو په پرتله ډېر جدي او ښه مدیریت کېږي. د دفترونو محرمیت او اعتبار یې د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د شر او فساد له ډلې څخه پېژندل شوي څېرې د احمد مسعود او د هغه د ډلې پر وړاندې ورته څرګندونې کوي او د دې جبهې د پراخ فساد، په چارو کې د ناتوانۍ او د ملي مشروعیت له نشتوالي پرده پورته کوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version