د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد قضایي محکمې نن سهار د اسماعیل فکري په نوم یو کس د صهیونیستي رژیم استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې فکري د ۱۴۰۲هـ ش کال په لیندۍ میاشتې کې د یو لړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و.

ایراني چارواکو ویلي، نوموړی د موساد له دوه افسرانو سره مستقیمه اړیکه درلوده او هڅه یې کوله چې حساس او لوړه درجه طبقه‌بندي شوي معلومات د دغه رژیم استخباراتي شبکې ته ولېږدوي.

د ویلو ده چې ایراني استخباراتو په تېرو څو کلونو کې د صهیونیستي رژیم استخباراتي ادارو ته د جاسوسۍ په تور ګڼ شمېر کسان نیولي او په ورته قضیه کې یې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د محسن لنګر نشین په نوم یو بل کس هم اعدام کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version