د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران پوځ اعلان کړی چې د «صاعقه» عملیاتو په ۱۶مه مرحله کې یې د کویټ په دوو مهمو امریکايي پوځي مرکزونو یې بریدونه کړي دي.
د ایران پوځ ویلي، د کویټ په «العدیري» کمپ کې د امریکا د مهماتو زېرمه او په «علي السالم» هوايي اډې کې د پاتریوت او هوايي څار رادارونه د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
د ایران د پوځ په وینا، دغه بریدونه د «دښمن د پرلهپسې بریدونو او پر ملکي سیمو او زیربناوو د حملو په ځواب کې» ترسره شوي دي.
فارس اژانس د ایران د پوځ له قوله ویلي، چې العدیري کمپ په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ او بیا تنظیم له مهمو مرکزونو څخه دی او علي السالم هوايي اډه د امریکا د هوايي ترانسپورټ او لوژستیکي عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.


