د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزۍ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ایران د اذربایجان پر خاوره د ډرون الوتکو بریدونه کړي دي.

ایراني چارواکو ویلي، چې یاد بریدونه د صهیونیستي رژیم له لوري ترسره شوي او هدف یې دا دی چې د مسلمانانو خپل‌منځي اړیکې خرابې کړي.

تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی وو، چې ایران د اذربایجان په نخچیوان خودمختاره سیمې پر هوایي ډګر ډرون برید کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version