د ایران تسنیم خبري اژانس د اسرائیلي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه پر صهیونیستي اسرائیلو د توغندیزو بریدونو نوې څپه پیل شوه.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د دغو بریدونو له‌امله د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د خورا درندو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

الحدث خبري اژانس راپور ورکړی، چې په نوي پړاو کې لس بالستیک توغندي یو ځل پر صهیونیستي اسرائیلو ویشتل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version