د مشرق نیوز اژانس د راپور له مخې د پاکستان مشرانو جرګې په یوه متفقه پرېکړه کې د ایران ملاتړ اعلان کړی دی.
د سرچينې په خبره دا پرېکړه د ایران پر تأسیساتو او مهمو شخصیتونو د اسرائیلي بریدونو په غبرګون کې شوې، چې د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بلل شوې ده.
د پاکستان دفاع وزیر هم د ملي شورا غونډې ته ویلي وو، چې ایران د پاکستان دوست هېواد دی او پاکستان به په دې کړکېچ کې د ایران ترڅنګ ودریږي.