د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي لابراتوار لپاره د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پېرل شوي وسایل یاد پوهنتون ته وسپارل شول.

د نوموړي په وینا، په دغو وسایلو کې د کانګرېټو‏ مقاومتي فشار، د غیر محدود فشار د مقاومت ازموینې، د خاورې مستقیم غوڅېدنې، د ترکول ګډولو، د اوبو اندازه کولو ماشیونونه او یو شمېر نور د اړتیا وړ لابراتواري توکي شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تجهیزات لري، چې‏تېر کال یې د سروې برخې سربېره د خاورې، جغل، کانګرېټ او اسفالټ برخې هم په بشپړه توګه فعالې شوې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version