د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې پر قشم ټاپو د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې یې یو ځل بیا امریکايي پوځي هډې په نښه کړې دي.
سپاه پاسداران ویلي، دغه بریدونه د بالسټیک توغندیو پرمټ په کوېټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي هډو شوي دي.
له بلې خوا د امریکا جګړې وزارت دغه بریدونه تائید کړي او ادعا یې کړې، چې د ایراني توغندیو مخنیوی یې کړی دی.
امریکا او ایران پر کوېټ او بحرین دې تازه بریدونو کې د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې په اړه څه نهدي ويلي.
د یادونې وړ ده، چې ایراني ځواکونو څو ورځې وړاندې هم کوېټ او بحرین کې پر امریکایي هډو بریدونه وکړل، چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شول.


