د راپورونو له مخې تېره شپه د باجوړ په سالارزو سيمه کې پر پاکستاني طالبانو د چاپې په نيت راغلي پاکستاني عسکر له کمين‌ سره مخ شوي او درنه مرګ ژوبله وراوښتې ده.

د پاکستاني پوځيانو له ډلې وسيم، شهباز، اسلام محمد، او سيدامان هغه لوړ رتبه‌ پوځيان دي چې په ياده نښته کې وژل شوي دي.

او همدا راز بيا ۹ پوځيان ميجر‌ ثاقب، حوالدار اقبال، حوالدار جنيد، الیاس، ساجد، حيات، شاکر حسين، امجد الله، او طاهرخان ټپيان دي.

د يادونې وړ ده چې له دې جګړې ور هاخوا تېره شپه د پاکستاني پوځيانو لپاره خونړۍ شپه وه او په بېلابیلو سيمو کې یې له پاکستاني طالبانو سره جکړه لسګونه عسکر مړه او ټپيان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version