د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ نښتو کې ۷ عسکر وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستاني پوځ روان «سر به‌کف» په نوم پوځي عملیات د پاکستاني طالبانو له سختو ځوابي بریدونو سره مخ دي او سیمه کې دا مهال د دواړو لوریو ترمنځ نښتې دوام لري.

سرچینه زیاتوي، پاکستاني پوځ سیمه کې لنډ‌مهاله ګرځبندیز اعلان کړی؛ خو پاکستاني طالبانو په غبرګون کې د باجوړ له خلکو غوښتي چې د پاکستان پوځ د عملياتو پر مهال عسکر خپلو کورونو ته د تلاشۍ لپاره پرېنږدي، څو له زيانمن کېدو وژغورل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version